اسلام آب??د۔23دسمبر(اے پی پی) قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پي پي) كښې د ګل په ورځ د ك??سم?? مناسبت سره ??سي??ي ورورولۍ سره د يووالي څرګندولو لپاره يوه ځانګړې دستوره وشوه۔ د اے پي پي منېجنګ ډائرېكټر عاصم كچھي په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ په دې موقعه د مسېحي ورورولۍ په خوشحالۍ كښې برخه اخستلو سره د ك??سم?? كېك هم پرېكړے شو۔ په دستوره كښې د اے پي پي اېګزېکټيو ډائرېكټر سبين خان خټك، ډائريكټر نيوز شمائله عندليب ٬ دائرېكټر اردو نيوز سروس عبدالجبار زكريا، ډائرېكټر وېډيو نيوز سروس رب نواز باجوه٬ ډائرېكټر كورټ اېنډ كرايم اېم رشيد ملك ٬ ډائرېكټر اېچ آر فارينا مغل، د بېلو څانګو مشران ٬ د اے پي پي اېمپلائز يونين صدر ملك حضر زمان٬ سېكرټري اېم نديم اقبال ٬ د اے پي پي خبريالان او ??سي??ي ورورولۍ سره تعلق لرونكي ملازمين موجود وو۔ منېجنګ ډائرېكټر عاصم كچھي دستورې ته خپل خطاب كښې ??سي??ي ورورولۍ ته د ك??سم?? مباركي وركولو سره ووئيل په پاكستان كښې اقليتي ورورولۍ ته بشپړه آئيني او قانوني حقونه ترلاسه دي او د مسلمانانو په شمول د نورو مذهبونو خلك د ك??سم?? په خوشحالو كښې ګډون كولو سره نړۍ ته پېغام وركوي چې په پاكستان كښې د ټولو مذهبونو ترمينځه همغږي ليدلې شي او دلته اقليتونو ته بشپړه آزادي ترلاسه ده۔ ده ووئيل د ك??سم?? په موقعه مونږ د مونږ ??سي??ي ورورولۍ په خوشحالو كښې شريك يؤ او د خوشحالۍ په دې موقعه د ادارې د كرسچن ملازمينو الاؤنس هم زيات كړے شوے دے۔