قاہرہ۔19دسمبر (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف به نن (د زيارت ورځ ) په قاهره کښې يوه مصروفه ورځ تې??وي۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د ډي اېټ (D-8) سرمشريزې غونډې ته خطاب كوي۔ د 11مې ډي اېټ غونډې سرخط “په ځوانانو كښې د سرمايه كارۍ او اېس اېم ايز ملاتړ كول ٬ د سبا د اقتصاد جوړول” دے۔ وزيراعظم به په منځني ??تی?? کښې د اسرائيلي جارحيت له امله په رامنځته شوي وضعیت غور لپاره ا?? په غزه او لبنان کښې د بشري بحران او د بیارغونې ننګون?? په اړه د ډي اېټ په خصوصي غونډه كښې ګډون كوي۔ تمه ده چې د سرمشریزې غونډې پ?? موقع به وزیراعظم د اندونیزیا، ایران، ترکیې او مصر له ولسمشرانو او بنګله د عبوري حكومت چيف اېډوائزر سره دوه اړخیزې ملاقا??ون?? کوي۔ د پاکستان په پلاوي کښې نائب وزير او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق او د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ شامل دے۔