اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د كشمیر چارو او ګلګت بلتستان وفاقي وزیر او د مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي د پي ټي آئي ”فائنل 13م كال“ به هم مس كال ثابت شي،وزیراعلیٰ علی امین ګنډ?? پور دې په وفاق بريد كولو سره د خپلي توانائی ضائع كولو په ځائے صوبه كښې د ترهه ګرۍ زياتو شوو پېښو ته پام لرنه وكړي۔د پي ټي آئي په 24 نومبر د احتجاجی كال په اړه خپل يو بيان كښې ده ووئيل وزیراعلیٰ علی امین ګنډ?? پور دې په وفاق بريد كولو سره د خپلي توانائی ضائع كولو په ځائے صوبه كښې د ترهه ګرۍ زياتو شوو پېښو ته پام لرنه وكړي، علی امین دې د عمران خان ځانمرګې بريد كونكے نه جوړيږي ،عمران خان ښځي او خور ته د ګوند په سپارلو انقلاب راوستے،عمران خان هغه وكړه د كومې په ضد به ئې چې خبري كولې۔امیر مقام ووئيل د يو بل 9 مئی په سازش به عمران خان ته څه هم ترلاسه نشي،سیاس?? كښې د ترهه ګ??ۍ انجام هم د ترهه ګرو په شان وي،د ترهه ګرۍ په ضد ټول قام يو موتے دے چې پكښې پي ټي آئي هم شامله ده۔ده ووئيل سیاس?? كښې سیاسی مطالبات وي، خو سیاسی قوتونو سره په خبره نه كولو عمران خان ثابت كړه چې هغه په سياست نه پوهيږي او نه په سياسي هلو ځلو باور لري،عمر له سیاسی قوتونه لچك ښائي۔امیر مقام ووئيل قانون لاسو كښې په اغستو به قانون په حرك?? كښې راځي،عمران خان دې بے ګناه وګړي د قربانۍ ګډوري نه جوړوي۔ده ووئيل د پي ټي آئي ”فائنل 13م كال“ به هم مس كال ثابت شي۔ده ووئيل ”مونږ څه غلامان يو “ وئيونكې په رښتيا غلامان شو، د خېبر پښتونخوا سركاري ملازمان او عمله په وفاق او پنجاب د بريد لپاره استعماليږي،پي ټي آئي ډیل لپاره په 24 نومبر د احتجاج كال كارډ استعمالوي۔ده ووئيل د پي ټي آئي لیډر د میډیا او كاركنانو په وړاندې چغي سوري وهي او بيا دننه بخښني غواړي، د پي ټي آئي بانی دې دې خبري ته خاص پام وكړي۔