اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ وفاقي وز??ر چوهدري سالك حسېن وئيلي دي چې په ټولنه كښې د ا??ن او ورورولۍ لپاره د مذهبي همغږۍ وده د وخت مهمه اړتيا ده٬ زمونږ آئين د ا??ليتونو د تحفظ او معاشرتي حقونو ضامن دے۔ د ا??ليتونو قامي ورځې په موقع?? په خپل پېغام كښې ده ووئيل په قامي څانګو كښې د ا??ليتونو خذمات د ستائنه وړ دي٬ د پاكستان ملي بيرغ په څرګند ډول د ا??ليتونو نمايندګي كوي٬ زمونږ آئين د ا??ليتونو د تحفظ او د اجتماعي حقونو ضامن دے۔ د مذهبي چارو وفاقي وز??ر ووئيل په ټولنه كښې د ا??ن او ورورولۍ لپاره د مذهبي همغږۍ وده د وخت مهمه اړتيا ده۔ وفاقي وز??ر زياته كړه چې د هېواد په پرمختګ كښې د ا??ليتي ورورولۍ كردار د ستائنې وړ دے۔ په پاكستان كښې اقليتونه بشپړه مذهبي آزادي لري٬ د اقليتونو تحفظ حكومت سره سره د هر يو پاكستاني ذمه واري ده۔ ده ووئيل د هېواد سلامتيا ٬ بقا او پرمختګ لپاره مونږ ټول يو موټې يؤ۔