اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي چې 5 اګست د جموں او کشمير د تاريخ توره ورځ، هند 2019 كښ?? په دې ??رځ غير قانوني اقدام کولو سره د کشمير حيثيت بدل كړېد كوم چې مونږ غن??نه كوو،په 5 اګست د نړۍ په وړاندې ??ه يواځې د هند مکروه مخ په ډاګه شوې بلكه په کشميريانو نه ختميدونكې ظلمونه هم د ټولو په وړاندې ښكاره شوې۔د ګل په ورځ په خپل پيغام كښ?? د كورنيو چارو وزير ووئيل د کشميريانو هلو ځلو ته سلام كوو۔ده ووئيل هند د کشميريانو سپيشلا سټيټس ختمولو سره د انسانيت په ضد جرم او کشميريانو شناخت ختمولو سازش کړې۔ده ووئيل کشميري ځوانانو هره ورځ جعلي مقابلو او تش په نوم سرچ آپريشنز كښ?? د عدالت نه غير شهيدان كړې كېږي،د کشميريانو قيادت په زندان كښ?? دې۔ده ووئيل مقبوضه جموں او کشمير د نړۍ تر ټولو لوئ زندان جوړ ??وے،هند د دې ??ولو ظلمونو باوجود د کشميريانو د آزادۍ جذبه ختمه نه كړې شوه۔ده وئويل انشاء الله ډير زر به کشميريان د آزادۍ سهار اويني۔محسن نقوي وئويل د پاکستان حکومت او اولس د کشميريانو سره په هر ډګر ولاړ دے او په هر فورم به د هغوې اخلاقي، سياسي او سفارتي ح??ايت روان ساتلې شي