اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) صحت لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر ډاکټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي د وزيراعظم ??روګرام پاکستان څخه د هيپاټائټس سي خاتمې لپاره يو جامع پروګرام دے، پاکستان كښې 9.8 ملين خلق تور زيړي سره مخ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د هيپاټائټس ن??يوالې ورځ په موقع په پاکستان كښې د هيپاټائټس سي خاتمې لپاره د وزيراعظم ??روګرام د پېل دستورې ته وكړه ٬ ده ووېيل په وخت تشخيص او علاج نه كېدو سره خلق کينسر سره مخ كېږي۔ ده ووئيل دې پروګرام څخه به د لكهونو په شمېر كسانو ته د دارو درملو سهولت ترلاسه شي٬ د دې رنځ په سبب پاكستان ته د 300 اربه ډا??رو زيان رسي۔ ده ووئيل وزيراعظم د صحت وفاقي وزارت ته صوبو سره د كوټلې مرستې د لارې د دې پروګرام وضح كولو امر كړے ٶ٬ د دې پروګرام كاميابۍ لپاره به د ټولو اړوندو ډلو تجويزونه شاملولې شي، د هيپاټائټس سي خاتمه باوري كولو لپاره به په اولس كښې شعور بېدارول وي۔ په دې موقع د وزيراعظم ??يپاټائټس خاتمې په اړه د ټاسک فورس غړې پروفيسر ډاکټر سعيد احمد د دستورې ګډون كوونكي د هيپاټائټس سي ??خن??وي لپاره د وزيراعظم ??روګرام د تګلاره نه خبر كړل۔