اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د آئي ټي برآمدات كښې د موجوده مالي كال په وړومبو دريو مياشتو كښې رېكارډ 33.54 فيص?? اضافه شوې ۔ د ګل په ورځ د آئي ټي او ټيلي کميونيکيشن وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د آئي ټي و ټيلي کميونيکيشن وزير مملکت شزه فاطمه ووئيل د جولائي نه تر ستمبر د آئي ټي برآمدات 876 ملين ډالرو ته رسېدلي او د تېر مالي كال په وړومبو دريو مياشتو كښې د آئي ټي برآمدات 656 ملين ډالره وٶ، په ستمبر 2024 كښې د آئي ټي برآمدي ترسيلات كښې 292 ملين ډ??لر?? زياتوالے راغلے٬ د آئي ټي برآمدات كښې د تېر كال ستمبر مياشتې پ?? مقابل كښې 41.7 فيص?? اضافه شوې ٬ تېر كال په ستمبر كښې د آئي ټي برآمدات 206 ملين ډ??لر?? وو۔ وزير مملکت شزه فاطمه ووئيل د آئي ټي برآمدات كښې زياتوالي لپاره حکومتي اقدامات روان دي٬ د وزيراعظم په امر او د اېس آئي ايف سي په بشپړ معاونت سره د آئي ټي وزارت، د پاکستان سافټ ويئر ايکسپورټ بورډ، آئي ټي انډسټري د آئي ټي په برآمدات كښې اضافې لپاره هڅې كوي