اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات، خ??رو??و ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو کونسل 23مي غونډي په کاميابۍ سره كولو د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم محمد شهباز شريف، حکومت او د ??اک??تان اولس له د مبارکۍ وركولو قرارداد وړاندې كړے۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم محمد شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق پشمول پخوانو سپيکرانو چا چې د سيمه ايزې مرستې ودې لپاره خپل کردار ترسره كړے پيرزوئنې وړاندې كوي۔دا ايوان د اېس سي او اهداف او مقاصد ترلاسه كولو لپاره د حکومت د اړخه د بشپړه مرستې د عزم څرګندونه ستائي۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايو??ن ګڼي چې 27 كاله پس ??اک??تان كښې د شنګھائي مرستې تنظيم په شان لويې ايونټ په کاميابۍ سره تر سره شوے،د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې كوربتوب ??اک??تان لپاره لويه كاميابي ده، دا ايوان حکومت ته په سفارتي ډګر په ترلاسه شوو کاميابو پيرزوئنې وړاندې كوي۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايو??ن ګڼي چې د اېس سي او مشرانو غونډي سره د ??اک??تان مثبت تشخص رامخې ته شوے۔ د اېس سي او د مشرانو غونډه په کاميابۍ سره په كولو به ??اک??تان ته سيمه ايز تجارت له مرسته او د امن و استحکام ته وده ترلاسه شي۔ دا ايوان د شنګھائي مرستې تنظيم په سيمه كښې سياسي، اقتصادي، دفاعي او سلامتيا په مسئلو مهم کردار تسليموي۔دا ايو??ن ګڼي چې ??اک??تان د سيمې مهم او متحرك هېواد دے، د سيمي په مهمو مسئلو د اېس سي او کنفرنس كښې د ??اک??تان قوي موقف د ??اک??تانيانو ترجماني ده۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان د پاكستان حکومت ، خارجه وزارت ، د اطلاعات وزارت ، د كورنيو چارو وزارت او د قانون نافذ کوونكو ادارو پشمول د پوليس، رينجرز او د پاك پوځ د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) سمټ په کاميابولو د هغوي کردار ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان د اېس سي او کانفرنس په موقع وفاقي پلازمينه په ښكلې كولو ، د ميلمنو هركلي كولو او د ??اک??تان وقار زياتولو له د ټولو حکومتي ادارو خذمات ستائي۔دا ايوان د اېس سي او سمټ كښې د ميلمنو پاكستان ته د راتګ نه تر ستنيدو چې كومو ادارو او آفيشلز چې خپل فرائض ترسره كړي د ټول قام د اړخه هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔