اسلام آباد۔ 3 ستمبر(اے پی پی) د قانون ٬ انصاف او پارليماني چارو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارډ وئيلي دي سپریم کورټ په پرېکټس اېنډ پروسیجر اېکټ 2023 خپله پرېكړه كښې قانون سازي د پارليمان حتمي اختيار ګرځولو سره وئيلي دي پارليمان يوه خپلواكه اداره ده ا?? هغه د پاكستان د 25 كروړه اولس نمائندګي كوي۔ دغسې د دستور (بدلون) بل 2024 آرټیکل 184 قامی اسمبلۍ كښې وړاندې ??ړے شو۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال نور عالم خان تحريك وړاندې كړو چې د اسلامی جمهوریه پاکستان په دستور كښې د بدلونو كولو بل وړاندې كولو اجازه دې راكړې شي۔ د دې بدلون له مخې به د سپريم كورټ لخوا په ك??مه معامله ازخو?? نوټس لپاره په 9 ججانو مشتمله كمېټي پرېكړه كوي۔ وفاقی وزیر سېنېټر اعظم نذیر تارړ ووئيل په كال 2023 كښې دې ايوان پرېکټس پروسیجر اېکټ جوړ كړے، دغه وخت په دې زيات ټكونه و??ړے شول او دا په سپريم كورټ بريد وګرځولے شو او دا هم ووئيل شول چې د دې د لارې د سپريم كورټ اختيارات اغستلې شي۔ وروستو دا اېكټ چېلنج شو ، په دې فل كورټ تفصيلي پرېكړه وركړه په ك??مه كښې چې وئيلې شوي دا د پارليمان اختيار دے ا?? هغه د اېكټ آف پارليمان د لارې قانون سازي كولې شي ٬ مونږ د دې ستائنه كوؤ۔ سپریم کورټ په خپله پرېكړه كښې ووئيل قانون سازي د پارليمان اختيار دے ا?? هغه يوه خپلواكه اداره ده ك??مه چې د پاكستان د 25 كروړه اولس د هيلو نمائندګي كوي۔ د سپريم كورټ د ججانو شمېره 17 ده او په دې كښې 5 كسيز بېنچ جوړول وي ٬ دا بل دې كمېټۍ ته ول??ږل?? شي ٬ په دې سپيكر د تحريك له منظورۍ وروستو بل كمېټۍ ته ولېږلو۔