اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) ریاستي ملکیتي ادارې لپاره د کابینه کمېټۍ د ګڼو سرکاري ملکیتي ادارو بورډز كښې د آزاد ډائ??یک??رز اغستو په اړه د سمرو منظوری وركړې ده۔د کابینه کمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، جام کمال خان، خان چیمه، میاں ر??اض حسین پیرزاده، خالد مقبول صدیقی، د سټیټ بینګ ګورنر، ایګزیکټو ډائ??یک??ر سکیورټیز اینډ ایکسچینج کمېشن آف پاکستان، وفاقی سیکریټریز او د خزاني وزارت سینئر افسرانو كډون وكړو۔په غونډه كښې د کابینه ډویژن د اړخه پرنټنګ کارپوریشن آف پاکستان بورډ آف ډائ??یک??رز تشکیل نو په اړه د سمرۍ جاج واخستتلے ??و۔غونډي ته ووئيل شول بورډ يواځي د عهدي په لحاظ په عهدیدارو مشتمل ؤ خو د 2023 ریاستی ادارو ملکیت او انتظامی پالیسۍ ترمخه د آزاد ډائ??یک??رز اکثریت شاملولو ته اړتيا وه۔کمېټۍ د تفصیلی غور و خوض نه پس په 5 آزاد ډائ??یک??رز مشتمل د نوي بورډ جوړولو منظوری وركړه۔د غونډي په مهال د قامي غذائي تحفظ او تحقیق وزارت د اړخه لائیو سټاک اینډ ??یري ډویلپمنټ بورډ كښې په دوو خالي چوكو د آزاد ډائ??یک??رز تقررۍ په اړه وړاندې شوے تجویز منظوری وركړې شوه۔په غونډه كښې د ريلويز وزارت د اړخه د ریلوے څلور ریاستي ملکیتي ادارو د بورډز آف ډائ??یک??رز تشکیل نو په اړه د سمرۍ جاج واغستلے ??و۔کمېټۍ د پاکستان ریلوے ایډوائزري اینډ ??نسلټنسي سروسز، پاکستان ریلوے فریټ ټرانسپورټیشن کمپني ، ریلوے اسټیټ ډویلپمنټ اینډ مارکیټنګ کمپني او د ریلوے کنسټرکشن پاکستان لمیټډ بورډز تشکیل نو لپاره د بورډ نامینېشن کمېټۍ سفارشات منظور کړل۔په غونډه كښې د سمندر پوري پاکستانیانو او د بشري وسائلو پرمختګ وزارت د اړخه د اوورسیز پاکستانیز فاؤنډېشن بورډ آف ګورنرز تشکیل نو په اړه سمری وړاندې كړه۔ کمېټۍ په بورډ كښې د دوه آزادو غړو شاملولو منظوري وركړه۔په غونډه كښې د قامي غذائی تحفظ وتحقیق وزارت د اړخه د فشریز ډویلپمنټ بورډ په بورډ آف ډائ??یک??رز كښې د 6 آزاد ډائ??یک??رز د نامزدګۍ او پاکستان کاټن سټینډرډز انسټیټیوټ بورډ آف ډائ??یک??رز له د 9 آزاد ډائ??یک??رز د تقررۍ سفارشات منظوری هم وركړې شوه۔په غونډه كښې د خزاني وزارت د اړخه د مالي كال 2024 وړومبو 6 مياشتو په مهال د ریاستي ملکیتي ادارو د مالي کارکردګۍ په اړه سمری وړاندې كړې شوه ۔ګډون كوونكو د ریاستي ملکیتی ادارو مالی کارکردګۍ، کاروباري منصوبه بندۍ، د خطرو تجزیه، کارپوریټ ګورننس او په کمپلائنس د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خزاني سیکرټری په دې اړه کمېټۍ له تفصیلی بریفنګ وركړو۔په غونډه كښې د کمېټۍ په تيرو پريكړو د عملدرآمد جاج هم واخستلے ??و او په دې اړه سینټرل مانیټرنګ یونټ ډائ??یک??ر جنرل پریزنټیشن وركړو۔