اسلام آباد 02 دسمبر(اے پی پی)وفاقي كابينې د تشدد او انتهاخوښۍ مخ نيوي له د قامي پالېسۍ 2024 منظوري ور??ړې او كابينې د اړوند وزارت او عدالتي احكاماتو په رڼا كښې د خاص عدالتونو د حدود/د كار دائره كښې د بدلون٬سپيشل كورټس(كسټمز٬ ټيكسيشن اينډ اينټي سمګلنګ)كوئټه او خضدار له د كار دائره كښې د بدلون او ايډېشنل سيشن ججز له او اړوندو عدالتونو له د لائرز ويلفيئر اينډ پروټيكشن ايكټ 2023 له مخې د مقدمو اورېدو اختيار وركولو منظوري ور??ړې ده ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔وفاقي كابينې د تجارت وزارت په سفارش د مونو سوډيم ګل??ټاميټ(اجينو موتو)د درآمد نه د بندېز پورته كولو په اړه د سپريم كورټ آف پاكستان په پريكړه د نظ??ثا??ۍ درخواست دائر كولو منظوري وركړه ۔دا پريكړه د پوهانو د هغه خاص كمېټۍ رپورټ په رڼا كښې شوی كومه چې د وزيراعظم آفس په هدايت د مونو سوډيم ګل??ټاميټ په انساني صحت د اثرات معلومولو لپاره جوړه ??ړې شوې وه۔دې كمېټۍ په خپل رپورټ كښې مونو سوډيم ګل??ټا ميټ د انسان روغتيا لپاره محفوظ ګرځولې ۔په دې كمېټۍ كښې د پاكستان سائنټيفك اينډ انډسټريل ريسرچ٬نېشنل ايګريكلچر ريسرچ ??ين??ر٬نېشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټېكنالوجي٬انسټي ټيوټ آف فوډ اينډ نيوټريشنل سائنسز٬قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزارت٬د پاكستان سټينډرډ اينډ كوالټي كنټرول اتهارټي او سرمايه كارۍ بورډ استازي شامل وو۔وفاقي كابينې د تعليم او فني تربيت وفاقي وزارت په سفارش يونيورسټي آف كيمبرج٬??ين?? انټونيز كالج يونيورسټي آف آكسفورډ٬يونيورسټي آف جارډن٬پيكنګ يونيورسټي چين٬يونيورسټي آف هائيډل برګ جرمني كښې پاكستان چيئرز په اړه د مفاهمتي يادښتونو د تجديد منظوري وركړه