اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثه وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي تحريك انتشار په آئيني تراميم پارليماني غړو له دړكې وركول پېل كړي ٬د پي ټي آئي دړكې غېر سنجيده دي٬وګړو له دړكو وركوونكو عناصرو په ضد به رياست سخته كاروائي كوي٬هغوي پخپلو كښې اتفاق نه لري او خپلو كښې جنګېږي٬كه چا ته د زيان رسولو هڅه وشوه نو د دړكو وركوونكو عناصرو په ضد به رياست سخته كاروائي كوي ٬ چا چې د هېواد سره غداري كړې د هغوي مثالونه تر ټولو په وړاندې دي٬هغوي چې په خپل دور كښې دې هېواد سره څه كړي هغه قام ته معلوم دي ٬كه پاكستان وي نو مونږ به يو ٬ كوم هم سياسي ګوند د هېواد څخه مهم نه دے۔د شورو په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل الحمدالله! د شنګهائي مرستې تنظيم د مشرانو كنفرنس په كاميابۍ سره پاې ته ورسېد۔د پاكستان نه يوازې په نړيواله ??چه تشخص بحال شوے ??لكې راغلو مېلمنو د پاكستان په سيمه كښې مهم كردار ستائېلے ۔مېلمنو د كنفرنس انتظامات هم ستائېلي او په مېلمستيا كولو يې د پاكستان مننه كړې۔ده ??وئيل د اېس سي او كنفرنس كاميابي د پاكستان ګټه ده٬خارجه وزارت او د اطلاعات وزارت پشمول ټولو ادارو او اولس د اېس سي او غونډې لپاره مهم كردار ترسره كړے ۔ده ??وئيل 27 كاله ??س په پاكستان كښې د يو لويې ايونټ كول زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده٬ده ??وئيل د پاكستان معاشي اشاريې ښې كېږي٬دې كنفرنس سره به د پاكستان اولس لپاره په سباؤن كښې نور زيري راشي۔د تجارت او سرمايه كارۍ په اړه د بېلو هېوادونو سره خبرې اترې روانې دي۔ده ??وئيل دې كنفرنس سره به د پاكستان معيشت ته هم ګټې ورسي۔ده ??وئيل د وزيراعظم وژن له ??خې كامياب اېس سي او كنفرنس وشو۔د پي ټي آئي باني چيئرمېن د آكسفورډ چانسلر الېكشن په اړه وفاقي وزير ووئيل د آكسفورډ چانسلر انتخابات په حقله ??هم خبر راغلے٬مهذبه ټولونو كښې د آئين او قانون بر لاسي وي٬سزايافته او په مقدمو كښې ككړو كسانو ته په دغسې چوكو د الېكشن اجازت نه وي٬نن آكسفورډ هم پريكړه كړې او د چانسلر د كانديدانو په فهرست كښې يې داسې نامه شامل نه كړه كومه چې په ميګا كرپشن كيسز كښې ككړه وي۔ده ??وئيل په امن او سكون سره چارې مخ په وړاندې روانې دي٬معيشت ترقي كوي۔خارجه پالېسۍ كښې هم مخ په وړاندې روان يو٬د تحريك انتشار دړكو كښې سنجيدګي نشته كه هغوي معمولي هم هڅه وكړل نو قانون به حركت كښې راځي او وګړو ته د دړكو وركوونكو عناصرو په ضد به رياست سخته كاروائي كوي۔