اسلام ??باد۔27ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په قطبي و??يرستان كښې د فتنة الخوارج په ضد د كامياب ??پرېشن په كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ټول قام ?? ترهګرۍ په ضد عملياتو كښې د خپلو امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔ د جمعې په ورځ په خپل پېغام كښې ده د قطبي و??يرستان په رزمك سيمه كښې د فتنة الخوارج په ضد په انټېلی جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل امنيتي ځواكونو د هدفي وژنو په شمول د ترهګرۍ په نورو پېښو كښې ككړ د فتنة الخوارج 8 ترھګر وژلي او ټول قام ?? ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دي۔ ترھګر د هېواد امن لمينځه وړولو په ناوړه سازش كښې ككړ دي۔ د امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ نوي ويستلو مضبوط عزم د ستائنې وړ دے۔ سپيكر د امنيتي ځواكونو ځوانانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل ټول قام ?? خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو ځوانانو كاميابو لپاره لاس په دعا دے۔