نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي مونږ د پارلمان په برلاسي باور لرو٬ د قامي اسمبلۍ او پنجاب اسمبلۍ سپيكرز الېكشن كمېشن آف پاكستان ته چيټۍ ليكلې دي چې پكښې دا ??وښ??نه شوې چې يو داسې ګوند چې په پارلمان كښې وجود نه لري ھغوي ته څنګه خاص چوكۍ ??ركړې كېدې شي، آزاد كانديدانو له په دريو ورځو كښې په يو سياسي ګوند كښې شموليت اختيارول وي٬ تحريك انصاف په سني اتحاد کونسل كښې شموليت اختيار كړے د كوم چې پارلمان كښې وجود نه ٶ، سلمان اکرم راجه ډېر عجيبه بيان وركړے٬ قدرمندو ججانو په ??ړه وكيلانو له د دا ډول خبرو نه ډډه پكار ده ، په كوم ډول چې تحريك انصاف ته خاص چوكۍ ??ركړې شوي په دې كښې ډېر ابهام موجود دے٬ په خاص چوكو د آئيني او قانوني ??وښ??ونو ځوابونه راتلل ضروري دي۔ د نهې په ورځ خپلو خاص خبرو كښې ده ووئيل په دې وروستيو ورځو كښې د پارلمان د بر لاسي په ??ړه په معاملو بحث شوے٬ د قامي اسمبلۍ او پنجاب اسمبلۍ سپيكرز الېكشن كمېشن آف پاكستان ته چيټۍ ليكلي چې پكښې دا ??وښ??نه شوې چې يو داسې ګوند چې په پارلمان كښې وجود نه لري ھغوي ته څنګه خاص چوكۍ ??ركړې كېدې شي، په قانوني توګه دوي ته چوكۍ ??شي وركړې كېدې۔ وفاقي وزير ووئيل رولز د وړاندې نه موجود وٶ٬ پارلمان اليکشن ايکټ 2017 كښې بدلون كړے چې له مخې يې يو آزاد كانديد له په درېو ورځو كښې په يو سياسي ګوند كښې شموليت اختيارول وي٬ په يو سياسي ګوند كښې د شموليت اختيارولو لپاره د جمع كړي سوګند خلاف ورزي فلور كراسنګ تصور كېږي۔ ده ووئيل تحريک انصاف سره چوائس موجود ٶ٬ تحريک انصاف په سني اتحاد کونسل كښې شموليت كولو سره غلطي كړې ځكه چې سني اتحاد کونسل په پارلمان كښې وجود نه لرلو٬ تحريک انصاف په پارلمان كښې موجود اېم ډبليو اېم هم جوائن كولې شو۔ ده ووئيل د دوي دا غلطي څنګه سمېدې شي٬ آيا دوي چې كوم سوګند جمع كړے ھغه ناسمه ٶ؟ آيا د ګوند بدلولو ګنجائش به هر چا ته ترلاسه وي؟ د چا چې زړه غواړي سوګند منسوخ كولو سره به ګوند بدلولې شي؟ وفاقي وزير ووئيل د تحريك انصاف لارښو?? سلمان اکرم راجه د معزز ججز په ??ړه عجيبه بيان وركړے، د معزز ججز په ??ړه وكيلانو له داسې خبرې پكار نه دي كه د دوي په بيان كښې حقيقت وي نو د دې باقاعده وضاحت پكار دے، دا ډېره د خېرانتيا خبره ده او نه پوهېږم چې د تحريك انصاف مشران آن ائر داسې خبره څنګه كوي۔ ده ووئيل مونږ د پارلمان سرلوړۍ لپاره د سپيكر د كردار ستائنه كوٶ٬ په دې معامله سپيكر سره ولاړ يو چې قانون سازي اوور رول كولو سره د فلور کراسنګ اجازه څانګه وركړې كېدې شي؟ ده ووئيل سپيكر چې كومه ??وښ??نه كړې ھغه قانوني او آئيني ده ٬ د دې نه علاوه د جسټس يحييٰ آفريدي په اختلافي نوټ كښې ډېر مهم نكات پورته كړې شوي او په باضابطه توګه وئيلي شوي چې يو ګوند چې په سماعت كښې فريق نه ٶ او نه ئې درخواست كړ ھغوي ته څنګه ريليف وركړې كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل دا ډېره مهمه او آئيني ??وښ??نه ده چې يو فريق نه وي او ريليف نه غواړي او ھغوي ته ريليف وركړې ش۔ ده ووئېل٬ په كوم ډول چې تحريك انصاف ته خاص چوكۍ ??ركړې شوي په دې كښې ډېر ابهام موجود دے٬ د دې ځواب راتلل ضروري دے