اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي مېجر راجه عزيز بھټي شهيد په جرات او بهادرۍ سره د عددي بريا په نشه كښې د مدهوشه دښمن او لاهور ترمېنځه لكه د غره ولاړ ٶ، مېجر راجه عزيز بھټي شهيد نشانِ حېدر د ستمبر كال 1965 په جنګ كښ?? د ??پل جرأت او شجاعت د لار?? د ??ښمن ناپاكه عزائم خاورې كړي۔ د زيارت په ورځ ?? وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ميجر راجه عزيز بھټي نشان حېدر ته د شهادت په 59 م تلين پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مېجر راجه عزيز بھټي شهيد نشانِ حېدر د ستمبر كال 1965 په جنګ كښې په جرأت او شجاعت د دښمن ناپاك عزائم هخاورې كړي، په لاهور د تورتم جوړولو او د قبضې خوب لېدونكے دښمن ميجر راجه عزيز بھټي شهيد د وطن دفاع لپاره پخپل غېر متزلزل عزم په بېرته تخښتېدو مجبور كړے ؤ۔ ده ووئيل ميجر راجه عزيز بھټي شهيد نشان حيدر د وطن دفاع لپاره دا عظي??ه قرباني به تل د پاكستان په تاريخ كښې په ځالانده ټكو ليكلې شي۔ وزيراعظم ووئيل ميجر راجه عزيز بھټي شهيد نشانِ حېدر د وطن په خاطر د ځان پرواه كولو نه غېر دښمن سره د جنګ د جذبه او فرض شناسي نوي كول لپاره د تقليد وړ مثال دے٬ زما پشمول ټول قام ميجر راجه عزيز بھټي شهيد نشان حېدر او د هېواد د دفاع په خاطر خپل ځان قرب??نو??نكي هر ??وان ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ ده ووئيل د پاكستان قام د خپلو شهيدانو قربانۍ هېڅ كله نشي هېرولې