لاهور 06 ستمبر (اے پي پي) انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن وزيرمملکت شيزه فاطمه خواجه وئيلي دې د ترهګرۍ خاتمې لپاره به ټولو له په ګډه خپل كردار لوبول وي، د پوځ په ضد د كمپائن چلوونكو به مقابله كو?? ??ي٬ مونږ له به يو موټې كېدو سره د پوځ ملګرتيا كو?? ??ي٬ د شهيدانو د قربانيو په سبب نن مونږ خپلو كورنو كښې محفوظ ژوند كو??۔ دې دا خبره د جمعې په ورځ والټن كښې د کيپټن محمد علي قرېشي شهيد د استوګنې دورې په مهال د شهيد كورنۍ سره د غمرازۍ نه وروستو ميډيا سره كړې۔ شيزه فاطمه د کيپټن محمد علي قريشي خدمات او مړانې ته پېرزوئنې وړاندې كو??و سره ووئيل په دې سخت وخت كښې زمونږ ټولې همدردۍ د شهيدانو كورنيو سره دي ٬ د شهيد د كورنۍ د حب الوطنۍ جذبه او ايثار د ستائنې وړ ده٬ قام به د شهيدانو او د دوي د كورنيو قربانۍ تل يادې ساتي۔ دې ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدان شوي زمونږ اتلان دي٬ د ترهګرۍ لعنت تر خاتمې به په قلاره نه كېښنو۔ دې ووېيل فېك نيوز دا مهال لوي چېلنج دے او د دې مخنيوي لپاره عملي اقدامات كو??، د سوشل ميډيا غلط استعمال لاره نيولو لپاره به هر اقدام كو??۔ د دې نه وړاندې وزير مملکت د شهيد کيپټن محمد علي قريشي لوړو ??رج?? لپاره فاتحه خواني كو??و سره غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه۔