اسلام آباد۔17دسمبر (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د صدر مملكت آصف علي زرداري لخوا د مدارس بل په اړه تر??اس?? شوي اع??را??ونه د پارليمان شريكې غونډې ته راوړل لازمي وو٬ وزيراعظم شهباز شريف په دې معامله كښې ذاتي خوښي لرلي او زما په شمول د مسلم ليګ ن مشرانو ل??رښ??دو ته يې دا ذمه واري سپارلې د?? چې جے يو آئي ډلې سره په ګډه د آئين دننه د دې معاملې حل ولټوئ۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال د مولانا فضل الرحمن د اع??را?? په نكته وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ ووئيل زمونږ مشرتابه د مولانا احترام كوي٬ مونږ دوئي سره پخوانے تعلق لرؤ۔ ده ووئيل د آئين د يو ادنا طالب علم په حېث به وضاحت لپاره ايوان ته يو تجويز وړاندې كړم۔ ده ووئيل د 26 م آئیني بدلونونو سره 5 بدلونونه د جے يو آئي لخوا رامخې ته شول ٬ مدارس سره اړوند بل د تېر حكومت د نيمګړې ايجنډې بل ؤ۔ ده ووئيل دا بل سېنټ او اسمبلۍ څخه منظور كړے شوے او وروستو د دې تصحيح هم شوې۔ د آئين آرټيكل 50 د پارليمان تشريح كوي چې له مخې يۍ صدر مملكت هم د ايوان برخه دے۔ كومه هم قانون سازي چې كيږي تر هغه وخت نيمګړې وي تر كومې چې د??اړو ايوانونو څخه بل پاس شوے نه وي او دې څخه وروستو بل صدر مملكت ته لېږلے شي او بيا هغه بل لاس ليك كوي٬ آرټیکل 75 فعاله شي او د دې د??ه برخې د?? ٬ صدر مملكت ته بل لېږلے شي ٬ هغه په 10 ورځو كښې خپله رائے یرې وركړي يا د پارټ بي له مخې بل بېرته مجلس شوری ته سرهد پېغام ولېږي٬ده ووئېل په 28 اكتوبر د صدر مملكت پېغام پارليمان ته تر??اس?? شوے ٬ بايد اوس د پارليمان شريكې غونډې ته بل لاړ شي٬ ولې چې كله بل صدر مملكت څخه د اع??را?? سره بېرته راشي نو دا عمل ضروري شي۔ده ووئېل د آئین د آرټيكل 75 عمل پېل شي نو بيا د پارليمان په شريكه غونډه كښې د دې پاس كول لازمي دي۔ ده ووئيل وزيراعظم غواړي چې دا مسئله حل كړې شي۔ ده ووئيل د وزیراعظم هدايات دي چې زما په شمول په نائب وزیراعظم اسحاق ډار، رانا ثناﺀ ٬ سید نوید قمر، چوهدری سالک او نورو مشتمل يو ټیکنیکل کمېتي دې د صدرمملکت لخوا د رالېږلې شوو اع??را??ونو د آئين دننه حل ولټوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې كه ضرورت وي نو حكومت د پارليمان شريكه غونډه رابللو له هم چمتؤ دے۔ ده ووئيل قانون سازي به د اسلام آباد تر حد وي او كه صوبې هم دې څخه ل??رښ??دنه تر??اس?? كولو له قانون سازي كول غواړي نو كولې شي۔