اسلام آباد ۔13 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلې دي د آزر بائيجان صدر الهام عليوف سره د ك??پ ۔29 غونډې په مهال ډېر ??لوله لرونكے او په زړه بورې ملاقات شوے۔ وزيراعظم شهباز شريف په ايكس خپل پوسټ كښې په باكو كښې د ورلډ ليډرز كلائېمټ ايكشن سمټ په كاميابې تابيا هغوي له مباركي وركولو سره د موسمياتي بدلون چارو له د عزم ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم ووئېل پاكستان په نړۍ كښې د موسمياتي بدلونونو په ډېرو زياتو ځپلو هېوادونو كښې يو دے او د موسمياتي چيلنجونو مقابلې لپاره د آزربائيجان او نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د كار كولو عزم لري۔ وزيراعظم ووئېل د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو تر مينځه د سټرټيجك همكارۍ په قوي كولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړې شوه٬ په خاص توګه په اقتصادي او دفاعي مرسته او د ټېكنالوجۍ په تبادله او د تجديد وړ توان په څانګو خ??رې وشوې ۔ په دې موقع د مينځني ختيز په وضعه او په نورو نړيوالو چارو هم خبرې وشوې ۔ وزيراعظم ووئېل مونږ په ګډه د يو لچكدار او دوه اړخيزه مرستې سباون له د هلو ځلو عزم كوو۔