اسلام آباد۔5 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د سرینه چوک من??وبې په 2 مياشتو او اېف نائن من??وبه په 3 مياشتو كښې د بشپړولو امر سره وئيلي دي دا د اسلام آباد او خواوشا سيمو د سوكالۍ او د پرمختګ من??وبو پيل دے٬ د اېس سي او كاميابۍ سره په كولو د نائب وزيراعظم ٬ داخله و??ير ٬ د اطلاعات و??ير او د امنيتي ادارو په شمول د ټولو همكارانو مننه كوم۔ اسلام آباد لا سنګارولو سره د سېلګرو پام دې پلو ګرځولې كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ??نا?? ایونیو نائنتھ ایونیو انټرسېکشن او د سرینه چوک کنونشن سنټر انټرسېکشن د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د اېف نائن او سرینه چ??ک دوه من??وبو د بنياد تيګه مو اېښودې ده۔ دا د اسلام آباد او خواوشا سيمو د سوكالۍ او د پرمختګ من??وبو پيل دے٬ اېف نائن فلائی اوور من??وبه د 6 مياشتو وه كومه به چې اوس په 3 مياشتو كښې بشپړولې شي ، دغسې د سرينه چوك من??وبه به 2 مياشتو كښې ترسره شي۔ د اسلام آباد وګړو له د زړه له كومي مباركي وركوم۔ د من??وبو تندۍ سره په بشپړولو د داخله و??ير او د هغه د ډلې ستائنه كوم٬ هغه د پنجاب خپل ريكارډ په ځاے ساتلے دے۔ وزیراعظم ووئيل اېس سي او كنفرنس په سوله ايز ډول پايې ته ورسېد۔ دغسې كنفرنس لپاره داخله و??ير او د سي ډي اے چيئرمېن اسلام آباد سنګارولو له شپه او ورځ كار كړے۔ د اطلاعات و??ير د كنفرنس سنټر رنګ روغن له سي ډي اے سره په ګډه كار كړے۔ داخله و??ير او د هغه ټولې ډلې او د اطلاعات و??ير او د هغه ټولې ډلې ته مباركي وركوم۔ نائب وزیراعظم او د هغه ډلې هم د دې كنفرنس په كاميابۍ كښې په زړه پورې كردار ترسره كړے۔ هغوي له هم مباركي وركوم۔ ده ووئيل آئي جي اسلام آباد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منېر په هدايت راولپنډی 10کور او اېس اېس جی کور امنيت باوري كولو له بشپړه مرسته كړې۔ ده ووئيل څو لسيزې پس پاكستان ته د كوربتوب موقع ترلاسه شوې وه۔ ده ووئيل د چين د وزيراعظم او د روسيه د صدر په شمول د مهمو هېوادونو مشران پاكستان ته راغلل۔ په دې موقع وزيراعظم د ??نا?? ایونیو نائنتھ ایونیو انټرسېکشن او د سرینا چوک کنونشن سنټر انټرسېکشن د بنياد تيګه هم كېښوده۔ دستورې ته داخله و??ير محسن نقوي هم خطاب وكړو۔ دغسې د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا د من??وبو په اړه بريفنګ وركړو۔