لاہور۔19جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د قربانۍ جذبه يو داسې عمل دے چې مقصد يۍ خپل نفساني خواهشات اعلی مقاصدو لپاره قربانول دي۔ د لويې اختر په موقعه خپل پېغام كښې ده ووئيل ?? لويې اختر او د عظيم اسلامي عبادت حج په موقعه ټول پاكستاني اولس او اسلامي نړۍ ته مباركي وركولو سره د پاك پروردګار په دربار كښې لاس پورته كوم چې هغهې د پاكستان قومي او امت مسلمه عبادات او قربانۍ قبولې كړي۔ په خپل پېغام كښې ده ووئيل په ننۍ ورځ مونږ د حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل ??لېهما السلام د قربانۍ او اطاعت جذبې ته د عقيدت پ??رزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل ??ضرت ابراهیم (ع) او حضرت اسماعیل (ع) د پروردګار رضا ترلاسه كولو له خپل ځانونه وړاندې كړل ٬ پاك پروردګار ته دا عمل دومره خوښ شو چې هغه تر قيامت ورځې دا د نبي علېه السلام امت لپاره د عبادت په حېث لازمي وګرځولو۔ ده ووئيل ?? لويې په دې مباركه موقعه به مونږ د خپلو ورونړو خوېندو خيال ساتل وي كوم چې قرباني نه ش?? كولې هغوي به ځان سره په خوشحالو كښې شريكول وي۔ ده ووئيل نن به مونږ له د فلسطين او د هند د غيرقانوني قبضه ش??ي جمو او کشمير مظلومو مسلمانانو سترې قربانۍ هم يادول وي كوم چې د ظلم او ج??ر په وړاندې د فولادي دېوال په څير ولاړ دي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار مونږ ټولو ته د اختر حقيقي خوشحالۍ راكړي او د ايثار جذبې او د قربانۍ د روح له مخې مونږ ته د عمل كولو توفيق راكړي۔ امين